ر

رضوان الله فيضاني https://t.me/GhranAfghanistan1000 12 hours

Channels

@ghranafghanistan1000

Open in Telegram

About

No description yet.

Subscribers
1.0M
Country
Iran
Category
Education

Recent posts

50/50
74 views

د الله ﷻ په لاره کې د جهاد، سرښندنې او اخلاص برکت دی چې نن ورځ هغه زمونږ د مدرسو چړيان مبارکان، چې په شل کلن خونړي انقلاب کې رازلميان شوي دي، په لويو لويو منصبونو ټاکل شوي دي او په خورا اخلاص او ديانت سره د خپل مؤمن او غيور ولس خدمت ترسره کوي. د الله ﷻ ډېر شکر اداء کول پکار دي، دا نظام دې الله تعالی قائم او دائم لري او لا ډېر اصلاحات دې پکې راولي. ليکوال : م رضوان الله فيضاني

69 views

[document]

69 views

[photo]

68 views

[document]

108 views

زما په الله ﷻ دا باور دی، چې يوه ورځ به د پاکستان کفري او اسرائيلی نظام د حقپرستو غازيانو په مبارکو لاسونو باندې ړنګوي او د وحشت ټغر به يې ټولېږي، لکه امريکا او ټوله ناټو چې مات شول. ان شاءالله العزیز. خو دېته خفه يم چې له فتحې وروسته به دا د انګریز او صهيونيزم پيداوار، دا د زرګونو بې ګناه او مظلومو مؤمنانو قاتلان او وينې تويوونکي، د لاډميکالي کفری قانون حاميان، په زرګونو جرمونو ککړ حراميان به د عفوې په لمن کې خلاص او سرې سترګې کرځي، دا ظلمونه به يې هېر کړای شي لکه ضربتيان، اربکيان او نور د غرب وحشي غلامان ... مونږ د دې وحشيانو په مقابل کې هر ډول قربانۍ ته تيار وو، تيار يو او تيار به يو، الله ﷻ دې زمونږ د اسلامي نظام مسؤولو چارواکو ته د دې بېدرېغه وحشتونو د سختو انتقامونو اخيستلو توفيق ورکړي. ليکوال: رضوان الله فيضاني

84 views

[document]

84 views

[document]

157 views

ماشاءالله، د غزوة الهند سر تېري شاه زلميان خو هم ډېر ښه مخ پر وړاندې روان دي، کارونه يې ډېر منظم او غميان دي. که د الله ﷻ مرسته ورسره مل وه او د دوی ترمنځ مينه او اخلاص موجود و، نو هغه ورځ به خاماخا راشي چې دوهم اسرائيلي نظام يې په ګونډو او رانسکور کړی وي. (بإذن الله العزیز المقتدر) ليکوال : م رضوان الله فيضاني

138 views

[document]

293 views

دا مبارز او قهرمان عالم چې په زنځیرونو تړل شوی او په زندان کې دی، پېژنئ؟ دا مولوي عبدالرحمن پغماني دی، چې په حقیقت کې د امان الله خان قاضي القضات و. کله چې قرآن کریم په غېږ کې نیسي او په قصر کې د شاه امان الله حضور ته ورځي، د زینو په سر کې شاه ترې پوښتي: «خیر خو به وي؟» هغه په ځواب کې وايي: «هغه آیت چې ما ورسره کار درلود، پیدا مې کړ او ستاسو حضور ته راغلم ...» شاه ورته وايي: «راشه!» کله چې مولوي عبدالرحمن د زینو وروستۍ پته/پوړۍ ته رسېږي، امان الله خان هغه د فوټبال د توپ په څېر پر ګېډه وهي! مولوي عبدالرحمن مرحوم تر پایه پورې له زینو رغړېږي، قرآن کریم یې له لاسه پر ځمکه لوېږي او مخ یې په وینو سور کېږي. هغه په حسرت سره وايي: «یا الله! شکر دی چې مخ مې تور و او فکر مې کاوه چې د قیامت په ورځ به په همدې تور مخ ستا حضور ته حاضرېږم؛ خو اوس خوشحاله یم چې ستا حضور ته به په سره مخ درځم، ویاړم چې ...» دا د هغه عالم برخلیک دی چې د ظالم شاه پر وړاندې یې حق وایه، د همدې له امله یې ګواښونه، شکنجې، رنګ رنګ تعذيبونه او په پای کې شهادت ولید. کله چې امان الله خان له اروپا څخه راستون شو او د ښځو د لوڅولو پروګرام یې پيل کړ او په ګڼو نورو مواردو کې یې شریعت ته سپکاوی وکړ، مولوي عبدالرحمن هڅه وکړه چې د شاه د اسلام ضد حرکت مخه ونیسي؛ خو چې بریالی نه شو، هغه یې په ښکاره تکفیر کړ او په مظلومانه توګه شهید شو. روح یې ښاد. تقبله الله تعالی. ژباړه : م رضوان الله فيضاني

246 views

[photo]

231 views

[document]

225 views

د فتحې ورځ يو سل او اووه ١٠٧ کلونه مخکې په همدې ورځ د علماؤو او روحانيينو په رهبرۍ کې، د ډېرو سترو قربانيو او سرښندنو په نتيجه د انګریزانو ملا ماته شوه. دا تاريخي ورځ د مؤمنو افغانانو د فتحې او ميدان ګټلو او د انګرېزانو د ماتې او ميدان پرېښودلو ورځ ده. د فتحې ١٠٧ کليزه دې ټول مؤمن افغان ملت ته مبارک وي. ليکوال : م رضوان الله فيضاني

242 views

[photo]

237 views

[photo]

164 views

[photo]

167 views

[document]

237 views

د اسد څلورويشتم د اسد څلورویشتم وشو اذان د ازادۍ تر منزل مو رسیدلی دی کاروان د ازادۍ پس له شل کالو په ارګ باندې بیا سپین بیرغ رپاند شو طالـ،،،ـب جان وکړو په مینه ستر اعلان د ازادۍ د نړۍ ستر امپراطور مو د ایمان په زور مات کړی دا نن ځکه جشن لمانځي افغانان د ازادۍ د اشغال جنازه تور مخ شیطان واخیسته روان شو اوس راغلی څه رنګین ښکلی دوران د ازادۍ مرور پسرلي بېرته خپل خزان وطن ته راغلل راورېږي په شېبو شېبو باران د ازادۍ په زړۀ کې (عرفاني) وو ارمانونه ډېر ساتلي ډېر دی شکر چې پوره مې شو ارمان د ازادۍ

204 views

[photo]

210 views

[document]

297 views

رښتوني اتلان زمونږ په ګران هېواد کې موجود حاکم اسلامي نظام په ډېرو سترو او سپېڅلو قربانيو راغلی دی، د دې نظام ساتنه هم ستره مبارزه، اخلاص او د هر ډول حالاتو سره مقابله غواړي. په دې نظام کې هر ډول غفلت، خیانت او له نورو ناوړه کارونو څخه ځان ساتل پکار دي، دا نظام د شهادتونو، قربانيو، زخمونو، زندانونو او رنګ رنګ سرښندنو نتيجه ده. د دې نظام د حاکميت په لاره کې، قربان شوي، رښتوني اتلان هېڅکله بايد هېر نشي، د دوی د ننګ غيرت يادونه او د مېړانې کارنامې بايد د تاريخ زرينو صفحو ته وسپارل شي چې د راتلونکو نسلونو لپاره د ويښتيا او حماسو زرين باب وي. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د دې پاک نظام د راوستو په لار کې قربان شوی، د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ، د حق د ګرمو سنګرونو فاتح، قهرمان او اتل، شهید مولوي وحدت‌الله سعید، تقبله الله تعالی. ليکوال : م رضوان الله فيضاني

212 views

[document]

267 views

کله چې د اسلام ستر غازي عقبة بن نافع رحمه الله د شمالي افریقا په دښتو او صحراګانو کې پر مخ روان و، هیڅ داسې ځواک نه و چې د هغه "رحمه الله" مخه ونیسي، هغه د افریقا تر ټولو وروستي سرحد پور ورسېد، تر هغه ځایه چې مخې ته یې د اتلانتیک بحر لویې څپې راغلې. هغه خپل آس تر سینې پورې په اوبو کې داخل کړ، خپله توره يې اسمان ته ونیوله او په داسې حال کې چې له سترګو څخه یې اوښکې روانې ويې وویل: یا الله که دا سمندر زما د لارې خنډ نه وای، نو زه به د دې نړۍ تر وروستي سرحده پورې ستا د سپېڅلي دین او د کلمة الله د اعلاء لپاره تللی وم، ستا د توحید پیغام به مې د ځمکې تر پایه رسولی وای او ستا په لاره کې به مې د خپل سر په بیه جهاد کړی وای.

226 views

[document]

267 views

د باغيانو، خوارجو او شریرو استخباراتي کړيو په کار باندې د دې صف هر يو مجاهد ډېر ښه پوهېږي ... خو فقط چې د دوی په حق کې د نرمۍ او عفوې دريز سخت شي، د باغیانو په حق کې بالکل نرمي نده پکار، له دوی سره د ترحم او شفقت معامله مشکلات نور هم زياتوي ... د اسلامي تاريخ په اوږدو کې چې باغيانو اسلامي نظامونه له کومو ستونزو سره مخامخ کړي دي ساری نلري، لنډ مثال يې د حضرت عثمان "رضی الله تعالی عنه" په شهادت رسېدل او د عثماني خلافت ړنګېدل او له منځه تلل دي ... په اوس وخت کې د حاکم اسلامي نظام پر ضد د راپورته شويو باغيانو پر خلاف سخت مظبوط اقدامات پکار دي، دا فتنه بايد په هر قېمت له منځه لاړه شي او وطن ترې پاک شي. ليکوال : م رضوان الله فيضاني

239 views

[document]

266 views

پلانکی خان او پيستانکی خان!!! ځينو نا خبرو او يا د چاپړوسۍ په مرض اخته کسانو د بدخشان د پېښې په اړه ليکلي دي چې د بدخشان د کنترول لپاره دې فلانکی خان صيب او پيستانکی خان صیب وټاکل شي، ځکه چې دوی د دې مشکل په حل ښه پوهېږي. په حقيقت کې دغسې خبرو کولو ته هېڅ اړتيا نشته، مونږ ټولو وليدل چې هلته موجودو محدودو چارواکو د مخالفينو د څو مياشتو راهيسې ترتيب کړی پلان په دوه ساعتونو کې دننه دننه خنثی او شنډ کړ، مخالفين يې له اسلحو سره لاس تړلي تر پلازمېنې راورسول، په دې دوه ساعته تندريزو او چټکو عملياتو کې نه پلانکي خان برخه اخيستې وه او نه هم پيستانکي خان. پلانکی خان او پيستانکی خان مونږ ښه پېژنو، په ډېرو نارواوو کړنو ککړ دي، نو ځکه په کور کېنول شوي دي، دوی چې کله د قدرت ګدۍ ته ورسېدل د قدرت نشې او فرعوني غرور په هوا کړل، د سنګر ملګري يې هېر کړل، له مجاهدينو سره يې داسې سپکه رويه شروع کړه چې ويښ وجدان او ژوندي ضمير نه منله، د ستړو مجاهدينو توهين او تحقير يې پېشه وګرځېده، په نتيجه کې د مجاهدينو ازار ووهل پايله يې دا شوه چې په ډېر ذلالت سره په کورونو کښېنول شول. دا نظام يو نفر يا څو نفرو ندی ګټلی او په آينده کې يې هم ساتنه د پلانکي خان يا پيستانکي خان کار ندی، دلته ډېرې ګمنامې، شملورې، برېتورې، غيرتي خو خاموشې ککرۍ موجودې دي، چې پلانکی خان او پيستانکی خان يې څوک په زېري کې هم نه اخلي، خو په هغوی کې دومره وقار او عزت پروت دی چې دوی پخپله يا يې ملګرو د واک او اقتدار غوښتنه هېڅکله نده کړې او نه به يې وکړي. نو لنډه دا چې پلانکی خان او پيستانکی خان مه شوروئ، هغوی دې تر یو څه مودې پورې د خپلو ناوړه کړنو له امله کرار په خپلو کورونو ناست او مجازات وي، الحمدلله دا نظام ډېر سرتېري په دين او وطن مين زمريان غازيان لري، د موجود حاکم اسلامي نظام د بقاء او ترقي لپاره له الله تعالی څخه وېرېدونکي او مخلصين چارواکي پکار دي، نه تش ښکنځلماران، بد اخلاقه، متکبرين او د وخت زامن. ليکوال : م رضوان الله فيضاني

206 views

[photo]

236 views

[photo]

242 views

[document]

278 views

د زخمي زړونو څړيکې !! موجود اسلامي نظام په ډېرو سترو او نه هېرېدونکو قربانيو راغلی دی، بايد چې په هر قېمت يې ساتنه او پالنه وشي، دا ځل که دا نظام له کوم بل ستر امتحان سره مخامخ کيږي، نو د رب العاملين او رعيت پر وړاندې به يې مسؤوليت د ځينو مهمو او غټو چارواکو پر غاړه وي. د خپلوانو ځای پر ځای کول، د مجاهد حيثيت ته نه کتل، نا اهلو ته مسؤوليتونه سپارل، د قربانيو د سختو وختونو زورېدلي او دردېدلي غازيان هېرول او دېته ورته نور ډېر مسائل به يې علتونه وي؛ په ځانګړي ډول د تېر شل کلن خونړي انقلاب له سختو پړاوونو او مرګونو نه ژوندي راوتلي خو اوس د بې سرنويشته پاتې غازيانو آه، فرياد او د زړه درد به د عرش دروازې ولړزوي ... لنډ مثال يې په لاندېنۍ ويډيو کې کتلی شئ: 👇 https://www.facebook.com/share/v/1CBWq67UeL/ په ويډيو کې ښکارېدونکی شخص د حق د ګرمو سنګرونو پياوړی مجاهد، خوږ ژبی او تکړه ترانه ويونکی (ملا افسرخان ناصري) صاحب دی، چې کلونه يې د صليبي وحشي لښکرو او د هغوی غلامانو پر خلاف بېدرېغه سرښندنه او مبارزه ترسره کړې ده. ناصري صاحب څه موده مخکې په يوه لوا کې د اسلامي اردو په ليکو کې د يو تن عسکر په صفت دنده ترسره کوله، څه موده کيږي چې لوا تنقيص شوه ناصري د خپل کور مخه ونيوله او بې وظيفې شو، ناصري د مجاهدتوب او نورو کمالاتو ترڅنګ پياوړی ترانه ويونکی هم دی چې په لسګونو جهادي او حماسي ترانې يې زمزمه کړي دي او لا يې زمزمه کوي. خو متأسفانه چې له تنقيص څخه وروسته په دا دومره لوی نظام کې ناصري ته د وظيفې ځای نشته دی، اوس د عام سرک پر سر ولاړ دی او (شومړې) تروې خرڅوي، له دې کمزورې لارې څخه خپلې غريبې او انقلاب ځپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پيدا کوي، د ده پر همت او غيرت دې صد آفرين وي چې خپله حلاله مزدوري کوي او چاته د سوال لاس نه وړاندې کوي، خو افسوس او سل ځله افسوس د هغو چارواکو پر حال چې هغه خلک ترېنه هېر شول چې د هغوی د سرښندنې او قربانۍ له برکته دوی تر منصبونو رسېدلي دي. الله تعالی شاهد دی چې څو ورځې مخکې يو تن بل مخلص مجاهد چې بهترین ليکوال او تکړه شاعر هم دی راته وويل: ډېرو چارواکو ته مې د خدمت کولو او وظيفې په اړه وويل، خو تشې د دروغو وعدې راسره کوي، د ټولې کورنۍ سرپرستي راترغاړې ده، پلار مې هم ضعيف او سپين ږیری دی، په کور کې مو د هېڅ شی درک نشته دی، څه موده مې کباړ او بوتلونه راټولول، له مشکلاتو ډک ژوند دی د الله تعالی هيلې ته پراته يو. په آخر کې به دا ووايم چې هر څوک، هر چارواکی چې د تېر شل کلن خونړي انقلاب د ستړو وړو مجاهدينو په حق کې هر ظلم او زياتى کوي، حقه حقوق يې پايمالوي، زړونه یې ماتوي، مخالفينو ته حيثيت ټيټ راولي، الله تعالی دې په دنيا او آخرت کې ورسره سخته محاسبه وکړي. يادونه: د مخامخ غږ رسولو او ملاقاتونو اکثره دروازې بندې دي ... ځيني د وچې بزرګان دردمنې او په حقيقت ولاړې ليکنې نشي زغملی، خو هغه وخت به يې وزغمي بلکې چکچکې به ورته ووهي چې وظيفه له لاسه ورکړي او د سرک پر سر ولاړ وي شومړې خرڅوي او يا کباړونه راټولي، له پستې چوکۍ او غوړې وظيفې نه ډېر پرېمانه او چټي ردونه کول اسانه کار دی. ليکوال : رضوان الله فيضاني

192 views

[photo]

206 views

[document]

216 views

د حماس تېروتنه!!! د پنکې یا ایرکنډېشن تر یخو بادونو لاندې ناست، له بریانۍ یا قورمې وروسته د انبه او پپایې له خوړلو خوند اخیستل، او په لاس کې د آیفون نیول، بیا دا لیکل چې: «حماس تېروتنه وکړه.» ډېر اسانه کار دی. دا یو حقیقت دی چې د حماس مشران پرښتې نه دي، بلکې انسانان دي. هغوی ښايي حالات ناسم وارزوي، د کوم متحد یا بهرني ځواک له سلا اغېزمن شي، یا د چا په دوکه کې راشي او ناسم ګام واخلي. د دوی پر تګلارې اختلاف او نیوکه هم کېدای شي. خو انصاف دا هم غواړي چې د دوی رښتینولي، اخلاص، وفاداري او قربانۍ هم په هماغه انصاف وکتل شي. یوه شېبه دې انځور ته وګورئ. دا محمد شبانه (ابو انس) دی. د رفح لوا قوماندان، چې تر قوماندې لاندې یې څلور کنډکونو فعالیت کاوه. د اسرائیلو حکومت د هغه د نیولو یا د معلوماتو ورکولو په بدل کې 500 زره ډالر انعام ټاکلی و، خو هغه د جګړې تر وروستیو شېبو پورې په ډګر کې پاتې شو. د اکتوبر د اوومې ٧ له عملیاتو یوازې په لومړیو دوو ورځو کې یې دوه زامن، عبدالناصر شبانه او محمود شبانه، شهیدان سوه. څو میاشتې وروسته یې مشر زوی انس شبانه هم په رفح کې د جګړې پر مهال شهید شو. بیا یې وروستی زوی عزالدین شبانه هم شهید شو. تر دې وروسته یې څلور ځوانې لوڼې، تقویٰ شبانه، یقین شبانه، احسان شبانه او ایمان شبانه، چې په بېلابېلو علمي څانګو کې یې لوړې زده کړې کولې، د خان یونس د (المواصي) په سیمه کې په برید کې شهیداني شوې. ویل کېږي هغوی د بې‌ځایه کېدو په حال کې وې چې برید پرې وشو. د محمد شبانه مېرمن هم تر دې وړاندې په بمبارۍ کې شهیده شوې وه. محمد شبانه، د خپلو ټولو اولادونو او د کورنۍ د غړو له ښخولو وروسته، په دې نړۍ کې بشپړ یوازې پاتې شو. بیا د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۵ مه هغه هم له محمد السينوار سره په یوه سخت برید کې شهید شو او د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای شو. دا یوازې د یوه مشر کیسه نه ده؛ هلته د قربانیو داسې ډېرې کیسې پرتې دي. اختلاف وکړئ، حتماً یې وکړئ. پر تګلارې یې نیوکه هم وکړئ. خو کله چې په یوه خوندي خونه کې ناست ولیکئ چې: «دوی هر څه تباه کړل»، نو لږ تر لږه د هغو څېرو یاد هم وکړئ چې د خپلو پرېکړو بیه یې یوازې په خپل ژوند نه، بلکې د خپلو زامنو، لوڼو او ټولې کورنۍ په وینو ورکړې ده. له داسې خلکو سره اختلاف کېدای شي، خو د هغوی د نیت، اخلاص او قربانۍ په اړه له پرېکړې وړاندې، ښه ده چې انسان خپل الفاظ په احتیاط سره وتلي وي.

202 views

[photo]

201 views

[document]

232 views

بدلون او اوښتون !!! د قدرت نشه، د پاليسيو تسلسل، د چاپړوسانو ګرم بازار، د مجازي نړۍ له مشهورو څهرو سره ناستې پاستې او بانډارونه، پی مخي مست باډيګارډان او دېته ورته نورې ډېرې کړنې به، د کانټيڼنټل، سي آی اې، سيرينا هوټل، صحرا باغ، شوراب او داسې نور ډېر بېشمېره سرشيندلي، په اورونو کباب شوي، رښتيوني اتلان فدايان رانه هير کړي، بلکې کيدای شي د دوی کارنامې يادول جرم وګڼل شي. بل طرفته په مقابل کې به يې په غرب کې رالوی شوي، غرب پلوه، ډيمکراټ مزاجه، د نظام پټ مخالفين، په افغاني کلتور شرمېدونکي، تش په نوم اتلان او په حقيقت کې بوتلان به د هېوادني سټيج د سر خلک او اتلان ونومول شي. د تېر انقلاب د قربانيو دنګ چنارونه او منارونه دې الله تعالی قبول کړي، خو د قيامت په ورځ به يې د ځينو په عشق او عشرت اخته چارواکو په ګرېوانونو کې دواړه لاسونه اچولي وي او د حشر ميدان ته به يې راکش کوي، د کونډو او يتيمانو خو جدا معامله ده ... ليک : رضوان الله فيضاني

188 views

[photo]

205 views

[photo]

195 views

[photo]

173 views

[photo]

179 views

[document]

207 views

(انا لله و انا اليه راجعون) د مرګ نيټه چې کله پوره شي، بيا نه ډاکټر کار ورکوي، نه دوا، نه روغتون، نه هند، المان او جاپان. بلکې ملک الموت انسان ته داسې زوروره پيچکاري ورولږوي، چې تر قيامته بيا سر او غږ راپورته نکړي. د شاپور ځدراڼ په جنازه کې مو برخه واخيسته، عظيمه او تاريخي جنازه وه، الله ﷻ دې مغفرت ورته وکړي• متعال رب ﷻ دې کورنۍ ته جزيل اجر، جميل صبر او نعم البدل ورکړي.

202 views

[photo]

194 views

[photo]

166 views

[photo]

174 views

[document]

230 views

د پاکستان له طاغوتي نظام څخه دفاع کوونکو علماؤو ته! ای د پاکستان د کفري او لاډميکالي نظام دفاع کوونکو تش په نوم علماؤو، ای د پاکستان د مرتد او وحشي فوځ ترڅنګ ولاړو بې ضمېره او خرڅ شويو ملايانو! تاسو به د قيامت په ورځ د رب العالمين (جل جلاله) په حضور کې څه ځواب وايئ؟ تاسو به د محشر په سخته ورځ له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره په کومو سترګو مخامخ کېږئ؟ ايا د پاکستان نظام له اسلام سره په ټکر کې ډيموکراسي او جمهوري نظام نه دی؟ د پاکستان په موجود نظام کې قانون او مادې د پارلمان لخوا د رأيو د کثرت او ډېروالي په وجه نه ټاکل کېږي، د پاکستان په قانون کې د همجنس بازۍ ماده د دوی په فکر او ګومان په بنسټيزه او اصولي توګه ورزياته نه شوه؟ په پاکستان کې د فحاشۍ اډې په ازادانه توګه فعاليت نکوي؟ د پاکستان په لر او بر کې شراب، الکحل او نور ډول ډول نشه يي او حرام مشروبات په ازادانه ډول نه پلورل کيږي؟ ايا ځينو بې دينو خلکو په پاکستان کې څو څو ځله د قران کريم بې عزتي او بې حرمتي ونکړه؟ (نعوذ بالله من ذلک)، په داسې حال کې چې مرتکبين يې ازاد او سرې سترګې ګرځي، ايا د پاکستان محکمو دوی ته کومه سزا ورکړه؟ په پاکستان کې د ښځو او سړيو ګډې نڅاګانې، هر ډول موسيقي، له بې حيايۍ څخه ډک فلمونه جوړول، قماربازي، عيسويت ته دعوت او داسې نور بې شمېره انحرفات او کفريات نه ترسره کيږي ؟... #له_وحشي_اسرائيلو_سره_کومک: د فلسطين د غزې د مؤمن او مظلوم ولس پر مظلوميت باندې کافرانو هم اوښکې تويې کړې، د وحشي اسرائيليانو لخوا پر مظلومه غزه باندې څه د پاسه دوه کاله بې رحمه او ړانده بمونه وورېدل، ګلورينه او د سياحت ځای غزه ټوله ړنګه شوه، په زرګونو بې ګناه خلک شهيدان شول، په زرګونو خلک ټپيان او معيوب شول، په روغتونونو کې زخميان او مريضان په شهادت ورسول شول او په لسګونو روغتونونه هم بمبار شول، په سلګونو کورنۍ په ټولييزه توګه بمبار شوې او له منځه لاړې، په زرګونو ماشومان يتيمان شول، په زرکونو ميندې کونډې شوې، داسې ظلم او وحشت پاتې نه دی چې پر غزه والو ترسره نه شو، پر غزه باندې د اسرائيلو له خوا په دنيا کې له قيامت مخکې بل قيامت راغی او داسې نور ... خو افسوس ستاسو پر حال باندې، بلکې لعنت ستاسو پر وجدان او غيرت باندې، د پاکستان کفري نظام ستاسو په فتوی او مشوره باندې خپل مرتد فوځيان د اسرائيلو کومک او د حماس د حقپرستو او غيرتمنو مجاهدينو د ځپلو او بې وسلې کولو لپاره اسرائيلو ته ولېږل، ستاسو په فتوی باندې د اسرائيلو کومک ترسره شو، د غاصبو او وحشي اسرائيليانو لښکر زيات شو، د اسلام او مسلمانانو د ازلي او سرسختو دښمنانو مورال لوړ او سنګرونه يې مظبوط شول، د حماس پر مجاهدينو د حصر کړۍ تنګه شوه او د اسلامي نړۍ د مخلصو مسلمانانو زړونه مات او زخمي شول. نور بيا ... #له_پل_سوخته_تر_شهادته کتاب څخه ليکوال : م رضوان الله فيضاني

191 views

[photo]

182 views

[document]